د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یواېناېچسيار) وایي چې د اپرېل له ۱۹ تر ۲۵ پورې شاوخوا ۱۲ زره افغانان له پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یادې ادارې په یوه نوي خپاره شوي چارټ کې ویلي چې د راستنېدونکو ۵۵ سلنه نارینه او ۴۵ سلنه ښځې دي.
د راپور له مخې، ۵۷ سلنه راستنېدونکي له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري او ۳۹ سلنه کورنۍ د ښځو له خوا رهبري کېږي.
یواېناېچسيار زیاتوي چې شاوخوا ۸۲ سلنه هغه کسان چې مرستې ترلاسه کوي، ښځې او ماشومان دي.
Views: 1