د اسټراليا په ملبورن ښار کې د ملي مرکې لومړۍ ناسته د ګڼ شمېر سیاسي، علمي، فرهنګي شخصیتونو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شوه. ګډونوالو د هېواد پر بنسټيزو ستونزو ژور بحثونه وکړل، لومړيتوبونه يې په ګوته کړل او د ستونزو د حل لپاره يې عملي او بنیادي حل­لارې وړاندې کړې.

ناسته د نقیب مومند په کوربه‌توب او د ممتاز امین په پرانیستونکې وینا پیل شوه. امین ملي مرکه د سولې، پخلاینې او ملي یووالي لپاره یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او د ملبورن ناسته یې د اسټرالیا مېشتو افغانانو د انسجام او همغږۍ په لور يو مهم ګام وګاڼه.

په لومړۍ برخه کې، ډاکټر عجب‌نور د ملي مرکې موخې، لرلید او اصول بیان کړل، په ترسره شويو کارونو او راتلونکو پلانونو يې رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې دا بهیر په ملي او نړيواله کچه د افغانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی.

د ناستې په دویمه برخه کې د ډاکټر نصیر ملکزي، محبوبه بابکرخېل او جاويد مقصودي په مدیریت ژور او تخصصي بحثونه ترسره شول. دا بحثونه په درېیو اصلي محورونو کې متمرکز وو:

۱. د هېواد بنسټیزې ستونزې

ګډونوالو د هېواد د اوسني وضعیت په اړه لاندې مهمې ستونزې یادې کړې:

ـ  د مشروع  نظام او اساسي قانون نشتوالی

ـ  قومي نفاق، ټولنیزه بې‌باوري او د ملي یووالي کمزورتیا

ـ  د بشري حقونو نقض، په ځانګړي ډول د ښځو د تعلیم او کار محدودیت

– د ښوونځي او مدرسې تر منځ ( ديني او عصري زده کړې) تقابل

ـ  اقتصادي بحران، بېکاري او پراخ مهاجرتونه

ـ  د مهاجرینو کړکېچ، په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې د افغانانو ناوړه وضعیت

۲. حللارې او وړاندیزونه

ګډونوالو د ستونزو د حل لپاره لاندې عملي وړاندیزونه مطرح کړل:

ـ  په ملي کچه د خبرو اترو د یو منظم چوکاټ جوړول

ـ  د سیاسي اجماع لپاره د لارنقشې جوړول او د يوې لويې جرګې لپاره د زمينې برابرول

ـ  د افغانانو ترمنځ د باور، یووالي، متقابل احترام او يوبل منلو فرهنګ پیاوړي کول

ـ  د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره د اقتصادي بنسټونو او کاروباري فرصتونو رامنځته کول

ـ  د افغانانو د يوه ګډ ملي ادرس جوړول او د يوه ګډ غږ او دريځ موندل

۳. د افغان ډیاسپورا رول

ګډونوالو ټینګار وکړ چې افغان ډياسپورا يا بهر مېشته افغانان بايد لاندې برخو ته پام وکړي:

ـ  د هر ډول تعصباتو پر وړاندې مبارزه او د افغان ډياسپورا په کچه د ملي يووالي او ګډ غږ او دريځ لپاره منظمې هڅې

ـ  په اسټراليا کې د افغاني ټولنو، بنسټونو او شوراګانو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ نېټورک جوړول

ـ  د ستونزو د حل لپاره د تخصصي شبکو جوړول

ـ  نړیوالو مراجعو ته د افغانانو د غږ رسول او د ستونزو په حل کې د ملاتړ غوښتنه

– د ښځو د حقونو لپاره مبارزه او د نجونو د تعليم لپاره د عملي لاروچارو موندل

– د اسټراليا نورو ښارونو ته د ملي مرکې د څانګو غځول

ګډونوالو د هېواد پر سياسي انزوا، فقر او بېکارۍ او د بشري حقونو پر نقض (په ځانګړي ډول د ښځو پر تعلیم او کار بنديزونه) ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار يې وکړ، چې ملي يووالی، همغږي او انسجام کولای شي د هېواد بنسټيزو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

غونډې پرېکړه وکړه چې د ملي مرکې څانګې به په ملبورن او د استرالیا په نورو ښارونو کې جوړېږي، ترڅو د افغانانو هڅې لا منسجمې او اغېزناکې شي.

دا ناسته د ملي مرکې يولسمه ناسته وه او د هغو پرله‌پسې غونډو په تسلسل ترسره شوه، چې تر دې وړاندې په لندن، برلین، سکرمنتو، کولن، برمینګهم، هامبورګ، تورنتو، والسال او فرانکفورت ښارونو کې ترسره شوې دي.

Views: 47