د راپورونو له مخې، د جرمني لومړی وزیر وایي چې د ایران مشرتابه امریکا سپکوي او د امریکا چارواکي اړ باسي چې پاکستان ته سفر وکړي او بیا بې له کومې پایلې خبرې پرېږدي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس پرون (دوشنبه) د مارسبرګ ښار محصلانو ته په خپله وینا کې ویلي: «ایرانیان په ښکاره توګه په خبرو اترو کې ډېر مهارت لري، یا ښايي ووایو چې په نه خبرو کې ډېر مهارت لري، او اجازه ورکوي چې امریکایان اسلاماباد ته سفر وکړي او بیا بې له کومې پایلې بېرته راستانه شي.»
هغه زیاته کړه: «یو بشپړ ملت د ایران د مشرتابه له خوا، په ځانګړي ډول د دې په اصطلاح سپاه پاسداران له لوري سپکېږي، نو هیله لرم چې دا وضعیت ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د برید تر پیل مخکې له جرمني او اروپایي هېوادونو سره مشوره نه وه شوې.
هغه د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د دې جګړې پایلې له وړاندې د جرمني پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
Views: 1