د راپورونو له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې اروپایان باید مخته شي او له خپلو ګټو دفاع وکړي، ځکه د هغه په وینا امریکا، چین او روسیه اوس د دوی پر وړاندې ولاړ دي.

د پولیتیکو د راپور له مخې، مکرون پرون ویلي: «موږ باید دا بې‌ساری وضعیت کم ونه ګڼو، چې د امریکا، روسیې او چین ولسمشران د اروپایانو پر وړاندې ولاړ دي. نو دا زموږ د ویښېدو لپاره مناسب وخت دی.»

هغه زیاته کړې: «موږ باید د اروپایانو په توګه عمل وکړو، لا متحد واوسو او له خپلو ګټو دفاع وکړو؛ زما په اند دا سمه لاره ده.»

د مکرون په وینا، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې ډېری اروپايي هېوادونو فکر کاوه چې دا حالت لنډمهاله دی او بنسټیز بدلون ته اړتیا نشته، خو اوس اروپا باید د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ اقدام وکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې تمه لري له امریکا سره کړکېچونه به د ټرمپ له دورې وروسته هم دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې مکرون د اروپا شورا له یوې غیررسمي غونډې وروسته چې په قبرس کې ترسره شوه، د یونان پلازمېنې آتن ته سفر کړی، ځکه ټاکل شوې چې فرانسه او یونان نن (شنبه) د خپل دوه‌اړخیز امنیتي تړون د غځولو سند لاسلیک کړي.

Views: 1