د راپورونو له مخې، د لبنان په سوېل کې د ملګرو ملتونو پر سولهساتو ځواکونو برید کې یو فرانسوي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، دا پېښه هغه مهال شوې چې د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو موقتي مأموریت (یونیفیل) ځواکونه د یوې لارې په پاکولو بوخت وو.
سرچینه زیاتوي چې له ټپي شوو سرتېرو د دوو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.
د یونیفیل ځواکونو ویلي، لومړنۍ ارزونې ښيي چې دغه برید د غیردولتي کسانو له لوري ترسره شوی او په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید «د نه منلو وړ» بللی او له لبناني چارواکو یې غوښتي چې عاملین یې تعقیب کړي.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش دا پېښه غندلې او له ټولو لورو یې غوښتي چې اوربند او د جګړې درولو ته درناوی وکړي.
د لبنان پوځ هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
Views: 19