د ۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په «سومالیلنډ» کې د اسرائیل د ډیپلوماتیک استازي ټاکل د سومالیا د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.
د یوې ګډې اعلامیې له مخې چې پرون په دوحه کې خپره شوې، د قطر، کویټ، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګلهدېش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریتانیا، اردن او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په «سومالیلنډ» نومې سیمې کې د اسرائیل له خوا د ډیپلوماتیک استازي ټاکل په کلکه غندلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، دا اقدام د سومالیا د فدرالي جمهوریت د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل کېږي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز پر خپل قاطع مخالفت ټینګار کړی چې د هر ډول یو اړخیزو اقداماتو پر ضد دي؛ هغه اقدامات چې د هېوادونو حاکمیت یا یووالي ته زیان رسوي. هغوی د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ هم اعلان کړی دی.
هغوی همداراز ټینګار کړی چې د سومالیا د دولت یوازې مشروع بنسټونه د دغه هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.
په دې اعلامیه کې څرګنده شوې چې دا ډول اقدامات د نړیوالو حقوقو له اصولو، د ملګرو ملتونو له منشور او د افریقا اتحادیې له اساسنامې ښکاره سرغړونه ده، او کولای شي د یوه خطرناک مخینې په توګه د افریقا د ښکر سیمې ثبات کمزوری کړي او پر سیمهییزې سولې او امنیت منفي اغېز وکړي.
Views: 1