د مالیزیا د صباح ایالت په یوه پراخه اورلګېدنه کې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کسان بېځایه شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا اورلګېدنه نن د بورنیو ټاپو د صباح ایالت د سنداکان سیمې په یوه ساحلي کلي کې رامنځته شوې ده.
د اوروژنې مسؤلینو ویلي، دا پېښه د شپې شاوخوا ۱:۳۲ بجې پیل شوې او د سختو بادونو او د کورونو د نږدېوالي له امله په چټکۍ سره خپره شوې ده.
همدارنګه ویل شوي، د سمندر د اوبو ټیټې کچې د اور د مهار بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د اوبو سرچینو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
راپور زیاتوي، دا اورلګېدنه په یوه «اوبیز کلي» کې شوې چې کورونه یې پر لرګینو ستنو جوړ شوي او ډېری اوسېدونکي یې د بېوزلو قشرونو، په ځانګړي ډول بېتابعیته کسانو او بومي ډلو پورې تړاو لري.
د پولیسو په وینا، له ۹ زرو ډېر کسان له دې پېښې اغېزمن شوي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د مالیزیا لومړي وزیر ویلي، مرکزي حکومت له سیمهییزو چارواکو سره د بېړنیو مرستو او د زیانمنو کسانو د لنډمهالي استوګنځای د برابرولو لپاره همکاري کوي او ټینګار یې کړی چې د خلکو خوندیتوب او بیړنۍ رسېدنه لومړیتوب دی.
Views: 9