د خیبر پښتونخوا د هټار په صنعتي ښارګوټي کې د ګاز د نل لیکې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د پاکستان جیونیوز رسنۍ راپور ورکړی چې دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې د ګاز یوه نل لیکه وچاودېده او ورپسې پراخ اور ولګېد.
د هریپور د پولیسو آمر شفیعالله ګنډاپور ویلي چې د دې پېښې ټول وژل شوي او ټپیان د یوې کورنۍ غړي دي. د هغه په وینا، پنځه جسدونه د کوټ نجیبالله روغتون ته او درې نور د ټروما مرکز ته لېږدول شوي دي.
راپور زیاتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس، ژغورنې ډلې، بېړني خدمات او د اور وژنې ځواکونه له پنځو بېلابېلو ولسوالیو څخه سیمې ته ورسېدل او په ګډه یې د اور مهار او د ژغورنې هڅې وکړې.
د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
Views: 6