د راپورونو له مخې، ایران او امریکا متحد ایالتونو ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو مخکې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کېدو په اړه غور کوي او ښايي دا خبرې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ وشي.
د ایران او امریکا ترمنځ لومړی پړاو مذاکرات چې تېره یکشنبې د اسلامااباد په کوربهتوب ترسره شول، وروسته له ۲۱ ساعتونو بې له کومې پایلې پای ته ورسېدل او د دواړو هېوادونو مذاکرهکوونکي پلاوي له اسلاماباده بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران او امریکا ښايي د خبرو دویم پړاو ته ولاړ شي.
دوو امریکايي چارواکو او یوه بل کس چې له دغو تحولاتو څخه خبر دي، ویلي چې دواړه لوري د نوو مخامخ خبرو پر امکان غور کوي څو راتلونکې اونۍ د اوربند له پای ته رسېدو مخکې د شپږ اوونیزې جګړې پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د راپور له مخې، دغو درېیو سرچینو زیاته کړې چې د خبرو د نوي پړاو په اړه لا هم بحثونه روان دي.
د راپور پر بنسټ، که څه هم لا تر اوسه دقیق وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو احتمال شته چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد یا جنیوا کې ترسره شي.
سرچینو زیاته کړې، لا روښانه نه ده چې په دې خبرو کې به پخواني پلاوي ګډون وکړي که نه.
په راپور کې راغلي چې دغو څلورو سرچینو د خپلو نومونو نه ښودو په شرط له اسوشیټېډ پرېس سره خبرې کړې دي.
تر اوسه ایران او امریکا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون والسټرېټ ژورنال هم د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د سیمې هېوادونه هڅه کوي څو له اوږدو خبرو وروسته چې په اسلاماباد کې د ایران او امریکا ترمنځ بې له هوکړې پای ته ورسېدې، تهران او واشنګټن بېرته د خبرو مېز ته راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي شورا رئیس محمدباقر قالیباف او د اسلاماباد د مذاکراتو له پای وروسته ویلي وو چې واشنګټن ونه توانېد د ایران د پلاوي باور ترلاسه کړي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي وو چې له ایران سره مستقیمې خبرې ځکه ناکامې شوې چې «ایران نه غواړي له خپل اټومي پروګرامه لاس واخلي.»
Views: 1