د تېرې شپې زلزلې له امله د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه اته بجې او ۴۲ دقیقې د ریښتر په کچه ۵.۸ درجې نسبتاً زورورې زلزلې د کابل په ګډون د هېواد ځیني ولایتونه ولړزول.

هغه لیکلي چې د نړۍوالو معتبرو زلزله‌پېژندنې بنسټونو د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې و او ژوروالی یې د ځمکې لاندې ۱۸۶.۳۷ کیلومتره ثبت شوی دی.

فطرت لیکلي، د لومړنیو راپورونو له مخې، د دې زلزلې له امله په کابل، پنجشېر، لوګر، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند لیکلي چې د یادې زلزلې له امله ۵ کورونه په بشپړ او ۳۳ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او په ټولیز ډول ۴۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د نن شپې د زلزلې له امله د کابل ولایت د مرکز اړوند د ګوسفندري په سیمه کې اته تنه وژل

Views: 8