د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، هېواد یې د اسلام‌اباد په وروستۍ غونډه کې چې د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شوې وه، ګډون نه درلود او له امریکا سره یې هېڅ مستقیمه مذاکره نه ده کړې.

د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران پرون په اسلام‌اباد کې سره راټول شوي وو څو د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي. ټاکل شوې چې دا خبرې نن (دوشنبه) هم دوام وکړي.

په همدې حال کې، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن (دوشنبه) په یوه خبري ناسته کې ویلي: «هغه غونډې چې پاکستان یې ترسره کوي، یو داسې چوکاټ دی چې دوی خپله جوړ کړی او موږ په کې ګډون نه دی کړی؛ دا ښه ده چې د سیمې هېوادونه د جګړې د پای ته رسولو اندېښنه لري، خو باید پام وکړي چې جګړه چا پیل کړې ده.»

هغه ټینګار کړی چې ایران د جګړې پیل کوونکی نه دی.

بقایي د امریکا سره د مستقیمو خبرو په اړه ویلي: «تر اوسه مو له امریکا سره هېڅ مستقیمې خبرې نه دي کړې؛ هغه څه چې مطرح شوي، یوازې هغه پیغامونه دي چې د منځګړو له لارې موږ ته رسېدلي، چې په کې د امریکا د مذاکرې غوښتنه شوې ده.»

هغه زیاته کړې: «د ایران دریځ له پیل څخه روښانه دی او موږ ښه پوهېږو چې زموږ د نظر وړ چوکاټ څه دی. هغه مطالب چې موږ ته لېږدول شوي، ډېرې غوښتنې یې غیرمنطقي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه فایننشال ټایمز ته ویلي وو چې د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د پاکستاني استازو له لارې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

هغه ویلي: «موږ د ایران سره د یوې هوکړې شاهدان یو او ښايي ژر وشي.»

Views: 1