د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د ۲۲ چارواکو د بندیزونو لست تعدیل کړ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور د اووم فصل پر بنسټ تصویب شوي او د دې نوملړ تعدیل د کب په ۱۹مه شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو ۲۲ چارواکي د سفر له بندیز، د شتمنیو له کنګل کېدو او د وسلو له تحریم سره مخ دي.

په دې نوملړ کې د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني او د طلبانو یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي شامل دي.

‎د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په اړه وایي چې دا پرېکړه د افرادو د حقونو نقض دی او کومه پایله نه لري.

مجاهد دغه راز د امنیت شورا دا نوملړ د خلکو د حقونو نقض بللی او ویلي یې دي چې دا ډول تحریمونه پر خلکو هم اغېز کوي.

مجاهد د دغو تحریمونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

Views: 14