په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د اوسني امنیتي وضعیت له امله به د ویزو خدمتونه د درېیو ورځو لپاره وځنډول شي.

د امریکا سفارت په اسلام‌اباد کې په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «د اوسني امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت او په لاهور او کراچۍ کې قونسلګرۍ ټولې د ویزو ټاکل شوې مرکې تر جمعې، د مارچ تر ۶مې پورې ځنډولي دي.»

دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو او د ایران او اسراییلو د نښتو له پراخېدو وروسته په کراچۍ کې تاوتریخجن لاریونونه وشول.

د راپورونو له مخې، د کراچۍ ښار کې د امریکا قونسلګرۍ ته څېرمه د دغو نښتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

Views: 36