د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ نن د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شوه.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلې برخه لري او  لومړۍ لوبه نن ورځ د افغانستان په وخت لس بجې د پاکستان او نیدرلېنډ ترمنځ په سریلانکا کې پیل شوه.

د دغو سیالیو په اې ګروپ کې د هند، نمیبیا، نیدرلېنډ، پاکستان او امریکا لوبډلې، په بي ګروپ کې د اسټرالیا، ایرلېنډ، عمان، سریلانکا او زمبابوې، سي ګروپ کې د انګلیستان، ويسټ‌انډیز، سکاټلنډ، ایټالیا او نیپال او دغه‌راز په ډي ګروپ کې د افغانستان، نیوزلېنډ، سوېلي افریقا، کاناډا او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

د یادونې ده، افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا له نیوزلېنډ سره ترسره کړي.

Views: 9