د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

آمنه محمد پر خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي: «په افغانستان کې میلیونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، لکه زده‌کړې، کار، امنیت او د تګ‌راتګ له ازادۍ، له سختو محدودیتونو سره مخ دي.»

هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید پر دې وضعیت سترګې پټې نه کړي.

په ورته وخت کې، د طالبانو مسوولینو وار، وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې د اسلامي شریعت له مخې له ټولو خپلو حقونو برخمنې دي او عزتمند او باوقاره ژوند لري.

Views: 1