د راپورونو له مخې، عبدالله حاجي‌زاده، د افغانستان تابعیت لرونکی، د امریکا د متحدو ایالتونو د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ د حملې د ترسره کولو د پلان جوړولو په تور، د یوې محکمې له‌خوا ۱۵ کاله بند ته محکوم شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت او ګمرک ادارې د اېکس په پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، عبدالله حاجي‌زاده، چې د امریکا د ګرین‌کارت لرونکی و، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه ونیول شو.
په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه اداره دا هم څرګنده کړې چې عبدالله حاجي‌زاده غوښتل دوه ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي او په دې خبر و چې دغه وسلې به د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ د یوې خونړۍ حملې لپاره وکارول شي.
دغه اداره ټینګار کړی چې نوموړی وروسته چې د خپل بند موده بشپړه کړي، د امریکا د مهاجرت او ګمرک د اجراآتو له‌خوا افغانستان ته بېرته اخراج شي.

Views: 2