د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکي طالبانو دوه‌تابعیته بهرمېشتو افغانانو ته خپل هېواد ته د راتګ لپاره د افغانستان وېزه لازمي ګرځولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس احمدضیا تکل، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د ځینو رسنیو له لورې داسې مطالب خپاره شوي چې ګواکي طالبانو د دوه‌تابعیته بهرمېشتو افغانانو لپاره خپل هېواد ته د راتګ پر مهال د افغانستان وېزه لازمې ګرځولې، چې په حقیقت کې دا ډول کوم تصمیم نه دی نیول شوی.

تکل وایي، هغه افغانان‏ چي غواړي افغانستان ته پر بهرني پاسپورت سفر وکړي، د معمول په څېر د خپل افغاني هویت په ښکاره کولو سره د افغانستان وېزې اخیستلو ته اړتیا نه لري او کولای شي له وېزې پرته افغانستان ته سفر وکړي.

Views: 15