د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه ناسته کې د افغانستان د بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه بحث کړی؛ د ملګرو ملتونو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو استازو د ننګونو د حل پر اړتیا، د معیشت پروګرامونو پر ملاتړ او سیمه‌ییزو همکاريو پر پياوړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست جورجټ ګینیون د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت د امنیت شورا د ۱۵ غړو غونډه کې ویلي: «څه باندې ۲۳ میلیون افغانان – یعنې څه باندې نیم نفوس – به په ۲۰۲۶ کال کې هم بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ د هغوی اړتیاوې د اندېښنې وړ او مخ پر ډېرېدو دي.»

هغه دغه‌راز ویلي: «د نجونو د منځنیو او لوړو زده‌کړو ځنډېدو څلورم کال روان دی او افغانستان یې له ښځینه ډاکټرانو، متشبثینو، ښوونکو او مشرانو بې‌برخې کړی چې د نن او سبا لپاره خورا مهم دي.»

هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بندیز د هغوی له بشري حقونو سرغړونه ده او د سازمان د ماموریت پر وړاندې ستونزې جوړوي.

ګینیون ویلي چې د کوکنارو پر کښت د بندیز له لګېدو درې کاله تېرېږي، د کلیو عایدات ۴۸ سلنه کم شوي. هغه ویلي چې د دوحې د بهیر له لارې د بدیل معیشت لپاره عملیاتي پلان جوړ شوی، خو لا ډېرو مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده.

د هغه په وینا، سره له دې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ظاهراً ارام ښکاري، له پاکستان سره کړکېچ د ډیورنډ پر فرضي کرښه د شخړو، نښتو او مرګونو هوایي بریدونو لامل شوی دی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي‌کوونکي ټام فلیچر خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو پراخ کمښت افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ کړی او ۱۷.۴ میلیون کسان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

هغه ویلي چې پرله‌پسې زلزلو، وچکالۍ او د اوبو کچې ټیټېدو د خلکو ژوند او بنسټیز خدمتونه نور هم زیانمن کړي دي.

د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو څرګندونې

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کونګ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې وویل چې افغانستان لا هم له پېچلو او سترو بشري ستونزو او د ترهګرۍ ضد مبارزې له ننګونو سره مخ دی او دغه وضعیت د افغانستان د حکومت او نړۍوالې ټولنې ګډ ځواب ته اړتیا لري.

هغه ټینګار وکړ چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د اوسني حکومت ترمنځ د تعامل دوام تر هر، بل وخت ډېر مهم دی او باید له طالبانو سره تعامل او خبرې نورې هم پیاوړې شي څو د افغانستان په وضعیت کې غوره‌والی راشي.

کونګ دغه‌راز زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت «باثباته» پاتې شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسيلي نبنزیا د افغانستان په اړه په یاده ناسته کې وویل چې روسیې تل د افغانستان د وضعیت پر بنسټ د واقعي او هر اړخیز دریځ پر نیولو چې پر عیني تحلیل او متوازنې ارزونې ولاړ وي، ټینګار کړی دی.

هغه د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو او له طالبانو سره د باور پر اساس له دوه‌ګونو معیارونو پرته دقیقې خبرې اترې د نړۍوالې ټولنې د معنالرونکي او رغنده تعامل کلیدي عناصر وبلل.

نبنزیا دغه‌راز وویل، افغانستان به د هېوادونو له ټولیز او غیرسیاسي ملاتړ پرته په یوازې ځان له اوسني ناورینه د وتلو توان ونه لري.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د هند استازي پرواتنني هریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې وویل چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات «کلک» ملاتړی پاتې شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان اړوند مهمو مسایلو کې سیمه‌ییزه او نړۍواله همکاري حیاتي ارزښت لري او په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ښکېلو لورو سره اغېزناک تعامل ډېر ارزښت لري.

د هریش په وینا، د بشري مرستو وړاندې کول او د افغانستان د خلکو د وړتیاوو لوړول د هند له اصلي لومړیتوبونو دي او تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ پرمختیايي مشارکتي پروژې، په ځانګړې توګه د عامې روغتیا، زیربناوو او ظرفیت جوړونې برخو کې پلې شوې او دا همکارۍ به لا پراخې شي.

د امریکا متحده ایالتونو استازي ادعا کړې او ویلي یې دي: «طالبان نړۍوالو مرستو کې لاسوهنه کوي، د خلکو اړتیاوې له پامه غورځوي او نړۍوالو ژمنو ته توجه نه لري.»

هغه ویلي، که طالبان د یوناما د ماموریت ترسره کولو مانع شي، امنیت شورا باید د دغه ماموریت د «بیا تنظیم» په اړه تصمیم ونیسي.

د افغانستان استازي هم له امنیت شورا غوښتي چې د معیارونو پر بنسټ د نړۍوال تعامل یو همغږی چوکاټ تصویب او یوه مشروع حاکمیت ته د رسېدو لپاره د افغانانو خپلمنځي مذاکرات پیل کړي او دغه‌راز، د ښځو او نجونو د حقونو موضوع دې د ټولو تعاملاتو محور وګرځوي.

ده ویلي چې د افغانستان خلکو هیلې له لاسه نه دي ورکړې؛ نړۍواله ټولنه هم باید هغوی یوازې پرې نه ږدي.

د سلوانیا د لومړي وزیر مرستیالې او د بهرنیو چارو وزیرې او د امنیت شورا مشرې تانیا فایون ویلي: «هغه اقدامات چې موږ یې ترسره کوو ـ یا یې نه ترسره کوو ـ د افغان ښځو او نجونو په ذهن کې به د نړۍوالې ټولنې په توګه زموږ یو تصویر جوړ کړي.»

د برېتانیا استازي وویل چې د دغه هېواد چارواکو په تېره اکټوبر میاشت کې کابل ته سفر کړی و څو اسلامي امارت د محدودیتونو لرې کولو ته وهڅوي.

هغه ویلي چې برېتانیا د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د حیاتي خدمتونو برابرولو په موخه ۲۰۱ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د افغانستان د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت مطابق تأمین دي.

نوموړی زیاتوي، هغه بشري حقونه چې تعریف یې په بېلابېلو ټولنو او هېوادونو کې توپیر لري، افغانان پرې مکلف نه دي چې هغه د خپلو حقونو په توګه ومني.

د پاکستان استازي هم په دې غونډه کې ادعا کړې چې په افغانستان کې «ترهګرې ډلې» فعالیت لري.

هغه دغه‌راز د افغانانو اوږده کوربه‌توب ته په اشاره وویل، پاکستان باور لري چې افغانان باید په «باعزته او منظمه» توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران استازي هم ویلي چې تهران «نشي کولای او نه به وکولای شي چې د څه باندې ۶ میلیون افغان کډوالو د کوربه‌توب دروند بار په یوازې ځان وزغمي.»

د قزاقستان استازي هم خپلې سیمه‌ییزې اندېښنې مطرح کړې دي.

Views: 1