د افغانستان د کرکټ الف «افغان ابدالیانو» لوبډلې په دویمه شل‌اوریزه تمریني لوبه کې د قطر ملي لوبډلې ته ماته ورکړه او نن ورسره خپله درېیمه لوبه ترسره کوي.

د یادو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه تېره شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه. په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې عمران میر ۵۰ منډې وکړې.

د قطر ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلو ‌اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې او د ۲۰ منډو په توپیر یې افغان ابدالیانو لوبډلې ته لوبه وبایله.

په دې لوبه کې عبدالله احمدزي د قطر درې لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز، افغان ابدالیان لوبډلې په لومړۍ شل‌اوریزه تمریني لوبه کې هم د قطر ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

افغان ابدالیان لوبډله به خپله درېیمه لوبه نن ماښام اووه بجې د قطر ملي لوبډلې سره ترسره کړي.

افغان ابدالیان لوبډله یادې لوبې د ځوانانو اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره کوي چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۴مه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو لوبډلو ترمنځ پیل شي.

Views: 5