پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام‌باد کې د یوې محکمې مخې ته ځانمرګی برید شوی له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د اسلام‌باد په جي‌۱۱ سیمه کې په یوه موټر کې شوې چې غږ تر لرو ځایونو اورېدل شوی دی. د چاودنې له امله موټر اور اخیستی او لمبې یې شاوخوا نورو موټرو ته هم خپرې شوې دي.

جیو نیوز د سرچینو په حواله لیکلي چې په دې چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي چې وکیلان او ملکي وګړي هم په‌کې شامل دي.

پاکستاني پولیسو ویلي: «دغه پېښه د ځانمرګي برید له امله وه او د برید د عامل سر د پېښې په ځای کې پیدا شوی دی.»

Views: 7