د سوکوهنې افغان لوبغاړی شاهد خروټی نن له خپل پاکستاني سیال سره میدان ته کشته کېږي.

د سوک‌وهنې افغان لوبغاړي شاهد خروټي پژواک ته وویل چې نن یکشنبه له خپل پاکستاني سیال سره لوبه کوي.

نوموړی وايي چې دغه لوبه نن ماښام مهال د پاکستان په ابیټ‌اباد ښار کې په یوه سازمان کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر دې مهاله مې ټولې ۱۸ لوبې ترسره کړې چې ۱۶ یې فری فایټ او دوه یې د سوکوهنې دي او په فری فایټ کې مې ۱۵ ګټلې او یوه مې بایللې ده او د سوکوهنې دواړه لوبې مې ګټلې دي.»

د خروتي د معلوماتو له مخې، نننې لوبه د سوک‌وهنې برخه کې له خپل پاکستاني سیال سره ترسره کوي.

Views: 13