د راپورونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي چې په کابل کې به خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
ټایمز اف اېنډیا د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له قوله راپور ورکړی چې نوی ډیلي په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو مذاکرات په ترڅ کې د سفارت کچې ته لوړوي.
جي شنکر ویلي: «خوښ یم چې نن په کابل کې د سفارت کچې ته د هند د تخنیکي ماموریت د لوړولو اعلان کوم.»
هغه څرګنده کړې: «هند په بشپړ ډول د افغانستان حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیاو او خپلواکۍ ته ژمن دی. زموږ ترمنځ نږدې همکاري ستاسو له ملي پراختیا او دغه راز سمیهییز ثبات سره مرسته کوي، خوښ یم چې نن په کابل کې د سفارت کچې ته د هند تخنیکي ماموریت د لوړېدولو اعلان کوم.»
دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې نوې ډیلي افغانستان ته ۲۰ امبولانسونه ځانګړي کړي چې پنځه یې نن ورسپاري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، جی شنکر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ګډه ناسته کې دا خبرې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له دغو امبولانسونو سره به هند افغانستان ته نورې طبي مرستې هم وړاندې کړي.
هغه ویلي دي: «د ۲۰ امبولانسونو ډالۍ زموږ د نېک نیت بله نښه ده او زه غواړم چې د هغوی پنځه د یو سمبولیک ګام په توګه تاسې (مولوي متقي) ته په خپله وسپارم.»
د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه رسمي سفر هند ته تللی دی.
Views: 13