د «جی۷» هېوادونو او د اروپایي اتحادیې ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان له خلکو د نړیوالې ټولنې د دوامدار ملاتړ ژمنه تکرار کړې او ټینګار یې کړی چې یوازې د یو ټول‌شموله سیاسي بهیر په جوړېدو سره به افغانستان د بریا لاره ومومي.

استازو د چهارشنبې په ورځ (۹ میزان) په خپله اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونو پر اهمیت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د افغانستان خلکو ته به په سختو انساني، اقتصادي او سیاسي شرایطو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، نړیوالې مرستې باید د افغان ټولنې تر ټولو زیان‌منو قشرونو ته ورسېږي.

د جی۷ هېوادونو استازو د افغانستان له لوري د دوامدارو ترهګریزو ګواښونو او له دې هېواده د سرحدي کډوالۍ د امنیتي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیمې د هېوادونو رول یې په دې برخه کې مهم بللی دی. هغوی د ترهګرۍ پر وړاندې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې همداراز د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو سخت انتقاد شوی او ویل شوي چې د افغانانو له اساسي حقونو لکه زده‌کړې، کار، روغتیایي خدمتونو او په ټولنیز ژوند کې له برخې اخیستو د محرومولو په وسیله د خپلو نړیوالو ژمنو خلاف عمل کوي.

ګډونوالو د افغان ښځینه کارکوونکو پر مخ د ملګرو ملتونو د دفترونو د تړل کېدو په اړه هم اندېښنه وښوده.

دغه ډله د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ د بندېدو پرېکړه وغندله او ویې ویل چې دا اقدام نه یوازې د افغانانو د بهرني نړۍ سره د اړیکو پر مخ خنډ دی، بلکې پر حیاتي مرستو او د هېواد پر اقتصادي وضعیت یې جدي زیانونه اړولي دي. هغوی ټینګار وکړ چې باید په ټول افغانستان کې انټرنېټ په بشپړ ډول بېرته فعال شي.

ګډونوالو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو «جامع تګلاره» هم وڅېړه او د لا زیات همغږۍ غوښتنه یې وکړه. د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې ټینګار وکړ چې یوازې یو ټول‌شموله بین‌الافغاني بهیر کولی شي د افغانستان د ریښتینې بریا لاره هواره کړي.

د هغوی په باور، پرته له سیاسي کثرت‌ګرایي او ټول‌شموله حکومت‌دارۍ، د افغانستان راتلونکی به لا هم له جدي ننګونو سره مخامخ وي.

طالبان له افغانستانه د بیا واکمنېدو وروسته په وار وار د نړیوالې ټولنې له‌خوا د بشري حقونو د نقض په تور تورن شوی دی، خو تر اوسه یې د خپلو محدودوونکو تګلارو په بدلولو کې انعطاف نه دی ښودلی او لا هم ښځې له لوړو زده‌کړو، په دولتي ادارو او ځینو نړیوالو بنسټونو کې له کار کولو منع دي.

Views: 9