د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف ویلي چې په وروستیو دوو کلونو کې د دغه هېواد شاوخوا ۷۰۰ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان ډيلي‌ټایم راپور کې راغلي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف یادې څرګندونې پرون د پارلمان په ناسته کې کړې دي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې په یاده موده کې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

هغه ادعا کړې چې «تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوچ ازادي غوښتونکي د نوې ډيلي په نیابت په پاکستان کې جنګېږي.»

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړې: «هر څوک چې ان یوه ذره هم له یادو ډلو سره د همدردۍ احساس ولري، پاکستانی نه ‌دی.»

Views: 4