د کاناډا د ۲۰۲۵ فدرالي ټاکنو لپاره د مخکینیو رایو ورکولو په بهیر کې خلکو پراخ ګډون وکړ، چې د رایې ورکونې په تاریخ کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ.

د کاناډا د ټاکنو ادارې د راپور له مخې، د اپرېل له ۱۸مې تر ۲۱مې نېټې پورې شاوخوا ۷.۳ میلیونه رایه‌ورکوونکو خپلې رایې ورکړې، چې دا شمېره د ۲۰۲۱ کال د ټاکنو له ۵.۸ میلیونه رایو زیاته ده.

په لومړۍ ورځ له دوه میلیونه زیاتو کسانو رایې ورکړې، چې له امله یې په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې اوږدې لیکې جوړې شوې او خلک تر دوو ساعتونو پورې د نوبت په تمه وو.

د کاناډا د ټاکنو ادارې د خلکو د حوصله‌مندۍ او د کارکوونکو د ژمنتیا مننه کړې او ویلي یې دي چې لا هم د ځینو مرکزونو شمېرې پاتې دي او امکان شته چې دا شمیرې نورې هم لوړې شي.

د ټاکنو وروستۍ او مهمه ورځ د اپرېل ۲۸مه ده، خو تر هغه وړاندې، تر نن دوشنبې (اپرېل ۲۱) پورې، رایه‌ورکوونکو کولای شول خپلې رایې په ټاکنیزو دفترونو کې واچوي.

د ټاکنو په رسمي ورځ به د رایې ورکولو مرکزونه د وخت زونونو پر اساس تنظیم وي، ترڅو د هېواد له ختیځه تر لوېدیځه د خلکو ګډون ته مناسب فرصت برابر شي.

#CanadaElection2025 #AfghanaVoteCanada #CdnPoli #AfghanCanadians #AfghanDiaspora

Views: 10