د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کښتۍ چې دبيري يې مخې ته ولاړ و، انترکتيکا ته پر ټکټ يې لږ تر لږه ۶۶۸۵ ډالر لګښت راځي.

د ايران د ولسمشر دفتر دغه سفر «د روانو اقتصادي ستونزو په نظر کې نيولو سره ناعادلانه او د نه منلو وړ» بللی دی.

د ایران ولسمشر ویلي چې د رسمي چارواکو ګرانبيه سفرونه، حتا که په شخصي لګښت هم وي، توجیه کېدای نه شي او د چارواکو د ساده ژوند له معیار سره اړخ نه لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران اقتصاد له سختو ستونزو او دغه هېواد د حماس او حزب‌الله ډلو د ملاتړ له امله د لوېدیځو هېوادونو تر بندیزونو لاندې دی.

د نړۍوال وجهي صندوق د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې په ایران کې د بېکارۍ کچه ۸.۴ سلنه وه او کلنی انفلاسیون یې ۲۹.۵ سلنې ته رسېدلی و.

Views: 14