د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله نن سهار (شنبه) سعودي عربستان ته ولاړه.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ به د روان زېږدیز کال د اپرېل له ۳مې تر ۲۰مې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شي.

په یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او افغانستان په  Cګروپ کې د سوېلې کوریا، یمن او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

څه موده مخکې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډلې سرمربي الیاس منوچهر پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د هېواد لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په سیالیو کې سختې لوبې په مخ کې لري؛ خو په دغو سیالیو کې د پیاوړي ګډون لپاره چمتو ده.

Views: 6