د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغانان خوشي شوي دي.

په کراچۍ کې سرکونسل عبدالجبار تخاري د یوې ويډیو په خپرولو ویلي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۲ افغان کډوال خوشي او د سپین‌بولدک – چمن له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د سند ایالت په زندانونو کې اوس په کم شمېر افغانان دي چې د هغوی د خوشي کولو لپاره هم هڅې روانې دي.

نوموړي څرګنده کړې چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۶۴ بندیان د دوو ښځو او اوو ماشومانو په ګډون د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب میاشتې په ۱۳مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو چې ۴۷ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او بېرته هېواد ته راغلي دي.

Views: 7