د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د څلورم تعليمي کال د رارسېدو په مناسبت د نجونو د زده کړو ملي کمپاين په اعلاميه کې ویل شوي چې چارواکي دي د هېواد لوړې ګټې، اسلامي ارزښتونه او د ولس غوښتنې په پام کې ونيسي او د نجونو پر مخ دې د ښوونځيواو پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې له هغې ورځې چې طالبانو پر نجونو د ښوونځيو دروازې وتړلې، نجونو خپل درې تعليمي کلونه له لاسه ورکړي او دا دی څلورم تعليمي کال هم راروان دی، خو د ښوونځيو د پرانيستو په اړه د ثاني امر (!؟) هېڅ څرک نه ليدل کېږي.
په اعلامیه کې خپګان څرګند شوی چې په تېرو درې نيمو کلونو کې نه يوازې د تړلو ښوونځيو د پرانيستو لپاره کوم عملي ګام پورته نه شو، بلکې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او حتی طبي زده کړو دروازې هم وتړل شوې.
په اعلامیه کې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله اوښتو زیانونو ته اشاره شوي او ویل شوي چې تېر درې نيم کاله د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له کبله افغانستان ته او په ځانګړې توګه نجونو ته ډېر درانه زيانونه اوښتي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي: ((په ميليونونو نجونې له زده کړې پاتې شوې او په رواني فشارونو او ناهيلۍ اخته شوې؛ په لسګونو زره کورنيو د خپلو لوڼو د تعليم لپاره مهاجرت ته مخه کړه؛ د ولس باور پر حکومت له منځه لاړ او له نړيوالو سره واټن دومره زيات شو، چې افغانستان عملاً په يوه منزوي هېواد بدل شو؛ حکومت نه یوازې د ملي او نړيوال مشروعيت له بحران سره مخامخ شو، بلکې د واکمنانو تر منځ خپل منځي تفاهم او يووالی هم زيانمن شو.))
د نجونو د زده کړو ملي کمپاين په اعلامیه کې راغلي دي چې که د نجونو تعليم په اسلام کې ناروا وای، نو چارواکو به هم په صراحت سره بنديز اعلان کړی وای او د ثاني امر خبره به يې نه کوله، خو له بده مرغه داسې پلمې راوړل کېږي چې نه يوازې د هېڅ سليم عقل لپاره د منلو وړ نه دي، بلکې په خپله طالبان هم باور پرې نه لري.
په اعلامیه کې راغلي: ((له ټولو نښو داسې ښکاري، چې دا پرېکړه يوازې د محدود شمېر چارواکو د تياره ذهن محصول ده، چې د افغانستان ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه، بشري حقونه او حتی د طالبانو خپل منځي اتحاد يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.))
اعلامیې د ځينو چارواکو له خوا د مصئون چاپېريال، دوديزو محدوديتونو يا نصاب په څېر له منطق لرې پلمې ګڼلي دي او ویل شوي دا چې په درې نيمو کلونو کې دغو کاذبو او مصنوعي ستونزو ته د حل لارې نه پيدا کېږي، د چارواکو تر منځ د کفايت او صداقت پر نشتوالي دلالت کوي.

په اعلامیه کې غوښتنه شوي: ((څرنګه چې څلورم تعليمي کال راروان دی، زموږ هيله دا ده چې چارواکي د هېواد لوړې ګټې، اسلامي ارزښتونه او د ولس هيلې او غوښتنې په پام کې ونيسي او دا لويه ناروا او بې ځايه ستونزه نوره حل کړي.))
اعلامیې د نجونو د زده کړې حق د ملت لپاره سره کرښه ګنلي ده او ګوټ څنډنه شوي چې له دې حق پرته دې چارواکي له ملت څخه د رضايت، اطاعت او مشروعيت تمه نه کوي. زموږ وېره دا ده، چې که دا ستونزه همداسې ځنډېږي، سبا به ناوخته وي او بيا به يې جبران ناشونی وي.
په اعلامیه کې په د اوسنيو چارواکو پر فرد فرد غږ شوی چې د دې ستونزې حل د ټولو مسئوليت دی او هېڅوک يې له ذمې نه شي خلاصېدای. دا غوټه چې هر چېرته وي، بايد په ګډه يې خلاصه کړي او که بيا يې هم ځينې مشران د خلاصولو مخه نيسي، نو لږ تر لږه کولی شي د استعفی له لارې خپل اعتراض څرګند کړي او په دې توګه ځانونه د خدای او ملت پر وړاندې له مسئوليت څخه خلاص کړي.
دغه راز پر ديني عالمانو غږ شوی چې د اسلامي شريعت په پلمه د نجونو پر تعليم بنديزونو د نړۍ په کچه د اسلام انځور ته ډېر زيان رسولی، ديني عالمان دي په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي او خپل ديني رسالت ادا کړي، که نه د دوی صداقت، عدالت او شهامت به له جدي پوښتنو سره مخ شي.
د اعلامیې په پای کې یو ځل بيا پر ولس هم غږ شوي، چې په دې مهمه ملي موضوع کې خپلې هڅې همغږې او ګړندۍ کړي او د سوله ييزې مبارزې او مدني مقاومت له لارې د خپلو لوڼو له مشروع حق او د هېواد له ملي ګټو څخه دفاع وکړي.
Views: 15