د امریکا محده ایالتونو پر اسرائیل باندې د نږدې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.

د امریکا غږ راپور له مخې، د متحده ایالتونو د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د یادو وسلو د پلور په هکله د واشنګټن پر وخت د جمعې په ماسپښین کانګرس ته احوال ورکړل شوی.

سرچینې لیکلي، اسرائیل ته د دغو وسلو استولو چارې ښایي په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي خو کېدای شي یوه برخه ‎یې په سمدستي توګه اسرائیل ته واستول شي.

دا په روانه میاشت کې دویم ځل دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت اسرائیل ته په سمدستي توګه د وسلو د لېږد اعلان کوي.

Views: 6