د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا استازي به تر راتلونکو دوو اونیو خپل دویم پړاو خبرې ترسره کړي.

رویټرز د ریابکوف له قوله راپور ورکړی چې یاده لیدنه به په یوه درېیم هېواد کې ترسره شي، خو کره ځای یې تر اوسه معلوم نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د دواړو خواوو د استازو هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د ویلو ده، مسکو او واشنګټن خپل لومړي پړاو مذاکرات د تېرې سه‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۳۰مه) د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ډیپلوماتیکو اړیکو بیارغولو او اوکراین کې د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره کړل.

د کرملین د اعلان له مخې، په ریاض کې د تېرې اونۍ ناسته تر ډېره د روسیې او متحده ایالتونو پر دوه اړخیزو اړیکو متمرکزه وه چې د اوکراین جګړې په اړه هوکړې ته د رسېدو لپاره یو «ډېر، ډېر مهم» ګام و.

Views: 2