د سعودي عربستان ولیعهد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند عملي کېدو او د امریکايي وګړو په ګډون د ټولو بندیانو د خلاصون په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه  کې خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو زیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته سفر کړی او هلته یې له محمد بن سلمان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان السعود سره لیدنه کړې ده.

اعلامیه کې راغلي، دواړو لورو د دریانوردۍ د ازادۍ او سور سمندرګي امنیت په ګډون په سوریه، لبنان او ټوله سیمه کې د ګډو ګټو د پرمختګ پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لېوالتیا سره د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي او دفاعي همکاریو ډېرېدو او د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ژمنې یادونه کړې ده.

د سرچینې په خبره، د سعودي عربستان ولیعهد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د اوربند د عملي کولو او د امریکايي اتباعو په ګډون د ټولو یرغمل شوو کسانو د خلاصون په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

ورته مهال، د فرانسې خبري اژانس هم د روبیو له قوله راپور ورکړی چې هغه په یاده لیدنه کې ویلي چې د غزې راتلونکي په اړه هر ډول هوکړه باید د سیمې امنیت پیاوړی کړي.

د یاد راپور له مخې، د سعودي عربستان په بیانیه کې راغلي چې روبیو او بن سلمان د سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د تضمین لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځني ختیځ ته د خپلو سفرونو پړاو پيل کړی دی.

Views: 4