د اوکراین ولسمشر وايي چې د دغه هېواد له ګډون پرته به د سولې مذاکراتو د پایلې په اړه د امریکا متحده ایالتونو او روسیې ترمنځ پرېکړه هیڅکله ونه مني.

کيېف اینډیپنډنټ راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي یادې خبرې په یوه ټلوېزیوني بحث کې کړې دي.

نوموړي دې ته په اشاره چې اوکراینیان هیڅکله د سولې هغه هوکړه‌ چې یوازې د امریکا او روسیې له لوري شوې وي نه‌مني، څرګنده کړه، مننه کوي چې ملاتړ یې شوی خو په نړۍ کې هيڅ داسې رهبري نشته چې وکولای شي له اوکراین پرته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

یادې څرګندوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو عربستان ته سفر کړی او روسیه به هم یو پلاوی هغې ناستې ته چې ټاکل شوې په سعودي عربستان کې جوړه شي، ولېږي.

د راپور له مخې، مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی استیو ویتکوف به د دغه هېواد په پلاوي کې شامل وي.

Views: 14