د راپورونو له مخې، د خیبر پښتوانخوا په دیره اسماعیل‌خان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

مشال راډيو په یوه راپور کې ویلي چې تېره ورځ (د فبرورۍ ۱۷مه) د خیبر پښتونخوا د دیره اسماعیل‌خان په کلاچۍ سیمه کې پر یوه پوځي موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې سلواغې میاشتې په ۲۶مه هم په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ډبرو سکرو د یوه کان لس کارګر وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

Views: 8