د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، سوریه کې یې له القاعده شبکې سره د تړلي یوه سازمان غړی په یوه هوایي برید کې له منځه وړی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي چې دغه هوایي برید یې تېره ورځ د سوریې په شمال لوېدیځ کې کړی دی.

سرچينې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یاد کس له القاعده سره د تړلي «حراس‌الدین سازمان» لپاره لوژستیکي او مالي چارې پر مخ وړې.

د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۹ کې حراس‌الدین د “ترهګر” سازمان په توګه اعلان کړ او د دې ډلې د یو شمېر غړو پر سر یې د معلوماتو لپاره د مالي انعامونو وړاندیز وکړ.

Views: 2