د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) لوبو ته د چمتووالي په موخه نن دویمه تمریناتي لوبه له نیوزلېنډ سره کوي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال د اتلان جام (چمپینز ټرافي) سیالیو پیل ته یوازې درې ورځې پاتې دي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن د نیوزلېنډ له ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه کوي.

یاده سیالي نن ماسپښین یوه‌نیمه بجه د افغانستان په وخت د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کېږي.

افغان لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه وړمه ورځ د پاکستان الف لوبډلې ته وبایلله.

د یادونې ده، د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه نېټه پاکستان کې د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې افغان لوبډله له اسټرالیا، سوېلي افریقا او انګلستان لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.

Views: 17