د راپورونو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې د رېل‌ګاډي یوه‌ تمځای کې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

یاده پېښه تېره شپه هغه مهال شوې چې خلک د «کومب میلا» په مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه پرایاګراج ښار ته د تلو په موخه رېل‌ګاډي ته انتظار کاوه.

د راپورونو له مخې، پخ یاده پېښه کې د لسو ښځو او درېیو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند کې په دوو وروستیو کلونو کې دغه ډول څو پېښې شوې چې له ډلې یې یوه پېښه په ۲۰۲۳ کال کې وه چې له امله یې ۲۸۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

Views: 1