د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه په دوه ورځني سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

اې‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې اردوغان د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا په یوه دوه ورځني سفر پرون (چهارشنبه) اسلام‌اباد ته رسېدلی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په راپور کې راغلي چې اردوغان به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر وزیر اصف زرداري سره لیده کاته ولري.

د ترکیې او پاکستان ولسمشران به د ترکیې – پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې مجمع ناسته کې چې د دواړو هېوادونو د پانګوالو په ګډون ترسره کېږي، وینا وکړي.

ټاکل شوې چې د دغه سفر په ترڅ ګې به دواړه لوري ځینې هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې دغه سفر د شهباز شریف په بلنه ترسره شوی دی.

Views: 8