د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لیبیا په یوه ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله ۱۶ پاکستاني وګړو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور لا نادرکه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبه (د سلواغې ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د لیبیا ساحل کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې د دغه هېواد ۱۶ وګړي په‌کې مړه شوي او لس نور لا هم نادرکه دي.

سرچینې زیاته کړې، ۳۳ نور پاکستاني وګړي چې د یادې کښتۍ سپرلي وو، ژغورل شوي دي.

یاده کښتۍ چې اروپا ته روانه وه او ۶۵ کسان په‌کې ناست وو، لا د پاتې شپږو کسانو د هویت او برخلیک په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا کښتۍ د لیبیا د زاویه ښار شمال لوېدیځ کې د مارسا ډیلا بندر ته نږدې ډوبه شوې ده.

د یادونې ده، په تېره جنوري میاشت کې هم له موريتانيا څخه اسپانیا ته تلونکې يوه کښتۍ چې ۸۰ تنه په‌کې سپاره وو، د مراکش ساحل ته نږدې ډوبه شوې وه چې ۴۴ پاکستانیان په کې مړه شوي وو.

Views: 9