د کډوالو چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ دې افغان کډوال نه و‌باسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانستان ته د کډوالو په زور ستنول خلک له ډېر خطر سره مخ کولای شي.

سرچینه وايي: «موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې له خطر سره مخ افغانانو ته د هغوی د اسنادو حالت ته په پام خوندیتوب چمتو کړي.»

د ملګرو ملتونو یادو دوو ادارو د پاکستان د پلانونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې غواړي په ډله‌ییز ډول د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو شړلو نوی پړاو پیل کړي.

یادو ادارو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د کډوالۍ اقداماتو پلي کولو پر مهال دې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي.

دغه راز، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په تېره جنوري میاشت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې کمېشنرۍ په خبره، یادو راستنو شوو کې شاوخوا زر کسان په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له نیول کېدو وروسته خپل هېواد ته اړول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د راتلونکې مارچ میاشتې تر ۲۵مه افغانانو ته وخت ورکړی څو له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

Views: 11