د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو په وروستۍ تبادله کې د دواړو لورو ۳۰۰ بندیان خوشي شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تبادله پرون (چهارشنبه) د متحده عربي اماراتو په منځګړيتوب شوې ده.
د راپور پر بنسټ، مسکو او کییف هم تایید کړې چې په یاده تبادله کې د دواړو هېوادونو د هره یوه ۱۵۰ جنګي بندیان خوشي شوي دي.
په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه پیغام کې ویلي: «د خوشې شوو کسانو له ډلې ځینې یې تر دوو کلونو ډېر په بند کې وو.»
هغه داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د هېواد سرتیري یې د اوکراین له بیرغ سره په یوه موټر کې خپل هېواد ته پر لاره دي.
د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې ۱۵۰ اوکرایني بندي سرتیري یې په کيیف کې له ۱۵۰ روسي زنداني سرتېرو سره تبادله کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، د روسیې سرتیري خپل هېواد ته له راستنېدو مخکې په بلاروس کې تر طبي معایناتو لاندې وو.
د یادونې ده چې متحده عربي اماراتو له دې مخکې هم د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلې برخه کې منځګړیتوب کړی و.
Views: 6