د راپورونو له مخې، د سوریې د حلب په منبج ښار کې د چاودنې له امله ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي او دا پېښه د سوریې په منبج ښار کې د یوه موټربم چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د مدني دفاع سازمان وایي چې په دې پېښه کې ۱۴ سړي‌ او یوه ښځه وژل شوي او ۱۵ ښځې ټپیانې شوې دي.

د مدني دفاع یوه مسوول رويټرز ته ویلي چې قربانیان د کرنې برخې کارګر وو او د تلفاتو ډېرېدو احتمال شتون لري.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې ده، منبج ښار د ترکیې سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

Views: 8