د ننګرهار ولايت سيمهييز چارواکي وايي، په تورخم کې پاکستاني چارواکو ۱۴۱ هغه افغان وګړي ورسپارلي چې د قانوني اسناد له درلودو سره سره بیا هم بندیان شوي وو.
د مسوولینو په وينا، په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل او شاوخوا ۱۸ کورنۍ دي.
د تورخم بندر د انتقالاتو امر بختجمال ګوهر د سلواغې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم بندر له لارې د کډوالو او انتقالاتو امريت ته د پاکستان هېواد له لوري ۱۴۱ نارینه، ښځينه او ماشومان سپارل شوي دي.
دی وايي، دغه ډيپورټ شوي افغانان د کونړ، کاپیسا، میدانوردګو، کندوز، خوست، کابل، بغلان، کونړ، لغمان، پکتيا، بامیان، اروزګان او اکثريت يې د ننګرهار ولايت وو.
د ګوهر په وینا، یادو بندیانو د اسنادو له درلودلو سره ـ سره د پاکستان په مختلفو سيمو کې نيول شوي وو چې د تورخم فرضي کرښې له لارې افغان لوري ته سپارل شوي او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان له لوري په دومره شمېر ډيپورټ بندیان ورته سپارل کېږي.
هغه دا هم وويل چې دغه ډيپورټ شوي افغانان ډېر یې په اسلاماباد کې نيول شوي وو او له پنځو تر لسو ورځو بند یې تېر کړی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، ياد کسان د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو ته وروپېژندل شول او ترڅنګ يې تر خپلو سیمو د تګ لپاره کرایه هم ورکړل شوه.
بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم د يوې اعلامیې په خپرولو د دغه خبر تایید کړی او ويلي يې دي چې ياد کسان اوس له خپلو کورنيو سره يو ځای شوي دي.
له دې مخکې هم د تورخم له لارې له پاکستانه ګڼ افغان کډوال را اړول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیولو بهیر زور اخیستی دی.
Views: 8