رسنیو د روغتیايي او نورو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د توغندیزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۵۶ کسان وژل شوي دي.

په سوډان کې د چټک غبرګون د ملاتړ وسله‌والې ډلې د سیاسي‌ برخلیک معلومولو او د دغه هېواد په ملي اردو کې د مدغمېدو په تړاو له څو میاشتو لانجو وروسته د سوډان د نظامي مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داګالو چې د چټک غبرګون د ملاتړ ډلې مشري کوي، ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له ۱۵ راهیسې روانه ده.

دا جګړه تر ډېره پلازمېنې خرطوم او ورڅېرمه ښارونو اومدورمان او شمالي‌ خرطوم کې دوام لري.

یوې روغتیايي سرچینې فرانس پرېس اژانس ته وویل چې د اومدورمان ښار کې پر یوه مارکېټ د چټک غبرګون ملاتړو وسله‌والو برید کې ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د پېښې د قربانیانو یوې کورنۍ غړي هم فرانس پرېس اژانس ته ویلي، یو توغندی د سبزیو پلورلو په یوه مارکېټ کې ولګېد چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بېړني حالت سرچینو ویلي‌ چې د نیل سیند پورې غاړې ته چې د چټک غبرګون د ملاتړ وسله‌والو تر کنټرول لاندې ده، دوه غیرنظامیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي‌ دي.

د چټک غبرګون د ملاتړ ډله په دې جګړه کې تر ډېره له بې پیلوټه الوتکو استفاده کوي خو د سوډان اردو لا هم د دغه هېواد هوايي ځواک له ځان سره لري او له مخالفې ډلې سره په جګړه کې ترې کار اخلي.

د سوډان په جګړه کې تر اوسه لسګونه زره کسان وژل شوي‌ او څه باندې ۱۲ میلیون وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

د اټکل له مخې، د سوډان په جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر تر ۱۵۰ زره رسېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، څه باندې ۱۲ میلیون سوډانیان له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي چې له دغه شمېره لږ تر لږه دوه میلیون یې له خپل هېواده بهرته کډوال شوي دي.

Views: 12