د افغانستان د مو‌ی‌تای لوبغاړی قهرمان شاهین نن ټایلنډ کې له خپل چینایي سیال سره لوبه کوي.

قهرمان شاهین له پژواک اژانس سره خبرو کې وویل چې دغه لوبه نن په ټایلنډ کې کېږي.

هغه زیاته کړه چې دغه سیالي په (RAJADAMNERN) سازمان کې کیږي چې سیال یې یو پیاوړی لوبغاړی دی.

شاهین وویل چې د افغانستان د لومړي ورزشکار په توګه یې په لوړه کچه د نړۍ د موی‌تای سازمان (RAJADAMNERN)  غړي‌توب ترلاسه  کړی دی.

هغه څرګنده کړه چې په دې کچه د موی‌تای پیاوړي ورزشکاران مبارزه کوي.

د یادونې ده چې قهرمان شاهین له دې مخکې د (WFC)  سازمان غړی و او اته پرله‌پسې بریاوې یې خپلې کړې دي.

قهرمان شاهین د اشي هاراکاراتې ملي ټیم مخکنی غړی او شاو خوا ۱۰ کاله په ملي په ټيم کې و

Views: 4