د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راپورونو له‌ مخې، تېره شپه د شمالي وزیرستان د میرعلي د «خدي عیدک منځنۍ» سیمه کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ترمنځ جګړه کې د پوځ د یوه مېجر په ګډون دوه پوځیان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

رسنیو د امنیتي چارواکو له قوله لیکلي، نښته داسې مهال شوې چې پاکستاني پوځیان یاده سیمه کې د وسله‌والو ډلو پر ضد پر چاڼيزو عملیاتو بوخت وو.

د معلوماتو له‌مخې، په یاده نښته کې څلور وسله‌وال هم وژل شوي دي.

ورته مهال، د پاکستان دولتي ټلوېزیون (PTV News) هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د مېجر حمزه اسرا او محمدنعیم په نومونو دوه پوځیان تېره شپه له وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

تر اوسه هیڅ کومې وسله‌والې ډلې د یادې نښتې مسوولیت نه ‌دی منلی.

د یادونې ده، د روانې جنورۍ میاشتې په شپږمه هم د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو دوه پولیس پر ډزو وژلي وو.

Views: 15