د امریکا متحده ایالتونو د مرستو د درې میاشتني ځنډ له اعلان وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د حیاتي بشري مرستو لپاره د معافیت امر صادر کړی دی.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون دغه امر صادر کړی دی.
په یاده درې میاشتنۍ دوره کې د حیاتي بشري مرستو وړاندې کولو صادر شوی جواز وروسته له هغه دی چې مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۵مه) یو معافیت د بېړنیو خوراکي مرستو لپاره هم په ځانګړې توګه په سوډان او سوریه کې په پام کې نیولی و.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي چې په یادو مرستو کې ژغورونکي اساسي درمل، طبي خدمتونه، خواړه، سرپناه، معیشتي مرستې، تجهیزات او دغهراز د دغو مرستو د وړاندې کولو لپاره معقول اداري لګښتونه شامل دي.
ورته مهال، سياېناېن راپور ورکړی چې یوه فدرال قاضي د لنډ وخت لپاره د ټولو فدرالي مرستو بندېدو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دولت ځیني پروګرامونه ځنډولي دي.
د ویلو ده چې واک ته د ټرمپ له رسېدو وروسته اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته د بشري مرستو په ګډون د امریکا ټولې مالي مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.
د یاد اقدام موخه، د امریکا د مالي مرستو څېړل بلل شوي څو څرګنده شي چې یادې مرستې څومره د واشنګټن په ګټه دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ملګرو ملتونو سرمنشي د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدو له امله د اندېښنې په څرګندولو له دغه هېواده غوښتي وو څو د نړۍ تر ټولو له زیانمنونکو کسانو سره چې له یادو مرستو سره تړلي دي، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل د لسګونو سازمانونو، په ځانګړې توګه د مرستهکوونکو بنسټونو پر فعالیتونو اغېز کړی دی.
Views: 16