نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نایجریا کې د یوه مرګوني ځانمرګي برید له امله د دغه هېواد ۲۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایکانومیک ټایمز د فرانسې اژانس له قوله راپور ورکړی چې په یاد برید کې د دغه هېواد د دفاع وزارت یو سرتېری هم وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د راپور له قوله: «په یاد برید کې د یګان قوماندان په ګډون ۲۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور سخت ټپيان شوي دي.»

په راپور کې راغلي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او ښايي د مړو شمېء لوړ شي.

د نایجریا امنیتي چارواکو یاد برید په دغه هېواد کې یو تر ټولو مرګونی برید بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهیسې د نایجریا په شمال‌ختیځ کې د «بوکو حرام» اورپکو د یاد هېواد د دولت پر وړاندې فعالیت کوي.

Views: 11