د راپورونو له مخې، د ترکیې د بولو ښار په یوه هوټل کې اورلګېدنې له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۷۶ ته رسېدلی دی.

د رویترز اژانس راپور له مخې، یاده پېښه د سه‌شنبې شپه شوې او وروسته له هغې یو شمېر کسانو د ډېرې وېرې له امله د خپل ژوند ژغورلو لپاره ځانونه د هوټل له کړکیو څخه لاندې غورځولي دي.

راپور کې راغلي، یاده پېښه په «پیست اسکي» هوټل کې شوې او په پایله کې یې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي.

د یادې پېښې یوه عیني شاهد رویترز ته ویلي: «دا د اخرالزمان په څېر و؛ د اور لمبو په نیم ساعت کې ټول هوټل ونیوه.»

ورته مهال، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وروسته له دې پېښې د چهارشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

Views: 9