د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر امر کړی چې امریکا دې تر راتلونکو ۱۲ میاشتو د روغتیا له نړۍوال سازمانه ووځي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو وروسته ویلي چې هېواد به یې د نړۍ له روغتیايي سازمانه ووځي.

نوموړي د یادې پرېکړې لامل د کرونا بحران په سمه توګه نه مدیریت او نورو نړۍوالو بحرانونو کې د هغه کمزوری فعالیت ښودلی دی.

هغه زیاته کړې، د روغتیا نړۍوال سازمان ونه شو کولای د دغه سازمان د غړو هېوادونو له نامناسب سیاسي نفوذ پرته په خپلواکه توګه عمل وکړي او له متحده ایالتونو په ناعادلانه توګه د ډېرو پیسو غوښتنه کوي چې دا د نورو لویو هېوادونو لکه چین سره نامتناسب کار دی.

ټرمپ څرګنده کړې: «د روغتیا نړۍوال سازمان موږ له منځه یووړو، ټول متحده ایالتونه له منځه وړي؛ دا به نور پیښ نه شي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، متحده ایالتونه د روغتیا نړۍوال سازمان تر ټولو لوی ملاتړی دی او د ټولې بودجې شاوخوا ۱۸ سلنه یې ورکوي.

Views: 7